د مهاجرينو وزارت مسلکي مرستيال د دغه وزارت چارواکو ته معرفي شو

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۸:۱۷
________

مولوي عبدالرحمن راشد د امير المومنين هبت الله آخند زاده د فرمان پر بنست د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په توګه ټاکل شوی و،  چې د يولړ مراسمو په ترڅ کې د دغه  وزارت چارواکو او کارکوونکو ته  ور وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې چې د وږي په (۶) مه د دغه وزارت د ناستو په تالار کې جوړشوي و د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني وويل: د تېرو څلور لسيزو جګړې او نا امنۍ  د ميلنونونو افغانانو د مهاجرت او بېځايه کېدو لامل شو او تېرو حکومتونه څنګه چې لازمه وه هغه شان د مسؤليت احساس نه دی کړی او ميلينونه هېوادوال مو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه هر مهاجر او بېځايه شوی او همدارنګه په هېواد کې دننه د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي کسان له دغه وزارت څخه د همکارۍ اومرستې تمه لري او د خپلو هېوادوالو د خدمتګارانو په توګه موږ مسؤليت لرو، چې د مرستو په جلبولو، مستحقو کورنيو ته دهغه د وېشلو اوله هېواده  بهر د افغان مهاجرينو  په خپله خوښه او خوندي راستنېدو ته زمينه برابره کړو.

حقاني زياته کړه چې د نوي مرستيال په مفرفي کېدو سره هڅه کو چې د يو متحد او همغږي ټيم په توګه خپلو هېوادوالو ته په جدي او ګټوره توګه خدمات وکړو.

همدارنګه د چارو د ادارې فرهنګي مرستيال مولوي عبدالباقي منصور د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په توګه د ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد د ګمارنې په اړه د امير المومنين فرمان ولوست.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت نوي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د اسلامي امارت د مشرتابه پر ده د شوي اعتماد له امله د مننې ترڅنګ وويل: دا چې بهرنيو يرغلونو او څلوېښت کلنو جګړو زموږ د هېوادوالو د ژوند شرايط سخت کړي او په ميليونونو هېوادوال يې مهاجر کړي د اسلامي امارت په بريا سره سوله او امنيت تامين شوی او د ژوندانه د هوساينې شرايط  برابر شوي؛  نو د مهاجرينواو راستنېدونکو چارو وزارت به د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او هيله لرم چې د دغه وزارت د چارواکو، کارکوونکو او اړونده ادارو په همکارۍ دخپلو هېوادوالو لپاره ارزښتناکه او ګټور خدمات وړاندې کړم.

د معرفۍ په دغو مراسموکې د کرنې او مالدراۍ وزرات  سرپرست  مولوي عطا الله عمري او د کورنيو چارو وزارت د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې رئيس الحاج حافظ نورالله انصارد موضوع اړوند خبرې وکړې او د مهاجرينوچارو مشر تابه، چارواکو او کارکوونکو ته يې په چارو کې د لا برياهيله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۲۱:۰
Background image

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن (چهار شنبه، د سلواغې ۲۴) د بغلان ولایت د اندرابونو د درېو ولسوالیو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې د اندرابونو قومي مشرانو او مخورو په سيمه کې د سرتاسري امنیت راتګ او د فساد او زورواکیو له منځه تللو ستاینه وکړه، د خلکو د هوساینې او اقتصادي اړتیاوو په اړه يې خپل نظرونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۸:۵۷
Background image

دكډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير محترم مولوي عبدالكبير د نورستان ولايت له مشايخو او علماو سره وكتل.

په دې ناسته كې د نورستان مشايخو او علماو د اسلامي امارت څخه ملاتړ څرګند كړ او ويې ويل، افغانان د اشغال له پاى ته رسېدو وروسته د اسلامي نظام تر سيوري لاندې ارام ژوند كوي، دوى زياته. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۲۰:۴۲
Background image

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د پنجشېر له امنیه قومندان سره وکتل

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د پنجشېر ولایت له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې قاري احمدالله بدر د. . .

بېرته خبرونه ته