د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه کې پر ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې.
محترم بنوري پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل: د دغه وزارت او کمېشنرۍ ترمنځ ناستې د ستونزو هواري په موخه شوې دي او موږ له تاسو سره همکارۍ ته چمتو یوو.
د دفتر رییس په ولایتونو کې د یادې کمېشنرۍ له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له پاکستان، ایران او تاجکستان څخه راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
نوموړي د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو لپاره د زیاتې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د مرستو اخیستونکو په پېژندلو کې باید د یاد وزارت له اړوندو ولایتي ریاستونو سره همغږي وشي، تر څو مرستې اړمنو او مستحقو کسانو ته ورسېږي.
ښاغلي سایرل وویل: دغه بنسټ هر کال د راستنېدونکو په اړه معلومات راټولوي، تر څو معلومه شي چې کوم ولايتونه ډېر راستنېدونکي لري او مرستې د هغوی اړتیاوو ته په کتو منظمې او ووېشل شي.
همدارنګه نوموړي وویل: په هغو سیمو کې چې د راستنو شویو شمېر یې زیات دی، ډېر ژر به د یاد وزارت په همکارۍ ۱۰ زره کورنیو سره د نغدي مرستو او ۴ زره ۸۰۰ سرپناوو جوړولو لپاره د مستحق پېژندلو لړۍ پیل شي، چې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ایران او تاجکستان څخه راستانه شوي او د کوربه ټولنو ۲۰ سلنه اړمن وګړي به ترې برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته