د مهاجرينو وزارت مسلکي مرستيال د دغه وزارت چارواکو ته معرفي شو

sadam_morr
Mon, Aug 29 2022 8:17 AM
________

مولوي عبدالرحمن راشد د امير المومنين هبت الله آخند زاده د فرمان پر بنست د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په توګه ټاکل شوی و،  چې د يولړ مراسمو په ترڅ کې د دغه  وزارت چارواکو او کارکوونکو ته  ور وپېژندل شو.

په دغو مراسمو کې چې د وږي په (۶) مه د دغه وزارت د ناستو په تالار کې جوړشوي و د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني وويل: د تېرو څلور لسيزو جګړې او نا امنۍ  د ميلنونونو افغانانو د مهاجرت او بېځايه کېدو لامل شو او تېرو حکومتونه څنګه چې لازمه وه هغه شان د مسؤليت احساس نه دی کړی او ميلينونه هېوادوال مو له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه هر مهاجر او بېځايه شوی او همدارنګه په هېواد کې دننه د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي کسان له دغه وزارت څخه د همکارۍ اومرستې تمه لري او د خپلو هېوادوالو د خدمتګارانو په توګه موږ مسؤليت لرو، چې د مرستو په جلبولو، مستحقو کورنيو ته دهغه د وېشلو اوله هېواده  بهر د افغان مهاجرينو  په خپله خوښه او خوندي راستنېدو ته زمينه برابره کړو.

حقاني زياته کړه چې د نوي مرستيال په مفرفي کېدو سره هڅه کو چې د يو متحد او همغږي ټيم په توګه خپلو هېوادوالو ته په جدي او ګټوره توګه خدمات وکړو.

همدارنګه د چارو د ادارې فرهنګي مرستيال مولوي عبدالباقي منصور د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال په توګه د ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد د ګمارنې په اړه د امير المومنين فرمان ولوست.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت نوي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د اسلامي امارت د مشرتابه پر ده د شوي اعتماد له امله د مننې ترڅنګ وويل: دا چې بهرنيو يرغلونو او څلوېښت کلنو جګړو زموږ د هېوادوالو د ژوند شرايط سخت کړي او په ميليونونو هېوادوال يې مهاجر کړي د اسلامي امارت په بريا سره سوله او امنيت تامين شوی او د ژوندانه د هوساينې شرايط  برابر شوي؛  نو د مهاجرينواو راستنېدونکو چارو وزارت به د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي او هيله لرم چې د دغه وزارت د چارواکو، کارکوونکو او اړونده ادارو په همکارۍ دخپلو هېوادوالو لپاره ارزښتناکه او ګټور خدمات وړاندې کړم.

د معرفۍ په دغو مراسموکې د کرنې او مالدراۍ وزرات  سرپرست  مولوي عطا الله عمري او د کورنيو چارو وزارت د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې رئيس الحاج حافظ نورالله انصارد موضوع اړوند خبرې وکړې او د مهاجرينوچارو مشر تابه، چارواکو او کارکوونکو ته يې په چارو کې د لا برياهيله وکړه.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS