د عالیقدر امیرالمؤمنین د هدایت پر اساس له پاکستان څخه د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره کمیسیون جوړ شو

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۰:۵

د اسلامي امارت د زعیم  عالیقدر امیر المؤمنين شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي هدایات له مخې نن ورځ دوشنبه د ا.ا.ا رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند.په مشري د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه  ترسره شوه.

 په غونډه کې په پاکستان  هیواد کې د افغان مهاجرينو پر موجوده وضعيت بحث وشو او د ترلاسه شویو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو او مشکلاتو پر حل لارو تفصيلی خبرې وشوې او له پاکستان  هیواد څخه د راستنېدونکو مهاجرينو مشکلاتو ته  د پر وخت رسیدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه  یو کمېسيون جوړ شو.

د یاد کمیسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په هدف، د ریاست الوزراء د اداري مرستيال محترم مولوي صاحب عبد السلام حنفی په مشري یوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو ياد کمېسيون ته په عاجله توګه طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او تر منځ يې د لا زیاتې  همکارۍ او همغږۍ روحیه او فضاء ایجاد شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۸:۵۲
Background image

د کډوالو چارو وزیر په جلا ناستو کې د بادغیس او نورستان له والیانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په دوو جلا ناستو کې د بادغیس له والي ملا محمد ولي جان رحمت او د نورستان له والي قاري زین العابدین عابد سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

په وزارت کې له دریو موسسو سره د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نن په وزارت کې د رازي پراختیایي او ټولنیزې، په اسیا کې د جهان ټولنیزو خدمتونو او د افغانانو لپاره ناروي پلاوي موسسو سره د یو میلیون ۷۳۰ زره او ۲۸۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې د بغلان ولایت علمای کرامو او. . .

بېرته خبرونه ته