د مهاجرینو چارو وزیر د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې د بغلان ولایت علمای کرامو او شیوخو یاد ولایت ته د راستنو شویو کورنیو ستونزې شریکې کړې او د هغوی د لاسنیوي غوښتنه یې وکړه. هغوی وویل، چې د بغلان مرکز او ولسوالیو ته زرګونه کورنۍ ته راستنې شوې، چې د دایمي سرپناه، خوړو او ژمنیو توکو مرستو ته اړتیا لري.
محترم وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې له راستنو شویو کورنیو سره یې د مرستو لپاره ځانګړې هڅې پیل کړې او د شمال په اوو ولایتونو کې له راستنو شویو کورنیو سره مرستې پیلېږي. هغه وویل، چې په مرکز او ولسوالیو کې به ټولو راستنو شویو ته توجه وشي او د هغوی د ستونزو حل لپاره به له توان سره سمې هڅې وشي.
نوموړي وویل، چې له راستنو شویو کورنیو سره د مرستو په برخه کې پر امارتي ادارو سره بېره، خیریه بنسټونه، مرستندویه ادارې او شتمن هېوادوال مسوولیت لري او اړتیا ده، چې په دې برخه کې لاس په کار شي.
