په وزارت کې له دریو موسسو سره د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شول
نن په وزارت کې د رازي پراختیایي او ټولنیزې، په اسیا کې د جهان ټولنیزو خدمتونو او د افغانانو لپاره ناروي پلاوي موسسو سره د یو میلیون ۷۳۰ زره او ۲۸۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل، هرات، ننګرهار، لغمان، بدخشان، کندهار او کندوز کې ۱۲ زره او ۳۴۰ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستو، کرنیزو او حرفوي کڅوړو وېش، کورونو کرایې ورکولو، سرپناه بیا رغولو، د کوچنیو بندونو جوړولو، د اوبو کانالونو کیندلو، ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کولو، له ماشومانو ملاتړ او هغوی ته د ساتنې مرکزونو جوړلو په برخو کې مصرف شي.
