د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر (چهارشنبه د کب په ۱۳مه) د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو او مسوولینو سره وکتل.

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۴ - ۱۱:۱۱
_
په دغو ناستو کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د لوګر والي مولوي صیأ الرحمن مدني، د پروان والي مفتي محمد ادريس انوري، د کنړ د علماو شورا رئیس شیخ عبدالقهار، د کنړ امنیه قومندان مولوي ضیأ الحق، د ۲۰۹ الفتح قول اردو رئیس ارکان شیخ نقیب الله عزیزي او یو شمېر نورو امارتي مسوولینو برخه لرله.
راغلو چارواکو او مسوولینو د کوچني اختر په ورځو کې د امنیت په ټېنګښت او د امن په فضأ کې د اختر په نمانځلو خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت د پوځي ادارو او مجاهدینو له هڅو یې ستاینه وکړه.
حاضرو چارواکو په خپلو اړوندو چارو کې د پرمختګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د حکومتي چارې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سمې روانې دي.
همدارنګه محترم مولوي عبدالکبیر راغلو چارواکو، مسوولینو او مجاهدینو ته د کوچنی اختر مبارکي وویله او د حکومتولۍ په برخه کې یې د اسلامي امارت د چارواکو او مسوولین هڅې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د ولس خدمت ته دې لومړیتوب ورکړل شي او په نرمۍ دې ورسره چلند وشي.
دغه راز محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له اړوندو نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د افغان کډوالو د ستونزو حل ته هڅې کوي او پلان لري چې په کوربه هېوادونو کې افغان کډوالو ته د اړتیا وړ اسناد وویشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته