د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
-

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره افغانیو پر ارزښت د یو زر او ۵۰۰ خېمو مرسته وکړه.
د یادې مرستې د سپارلو مراسم د یاد وزارت او د هند هېواد سفارت د استازو په شتون کې په کابل کې ترسره شول.
د مهاجرینو چارو وزارت له دغې مرستې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې دغه خېمې به تر ارزونې وروسته په راڼه او عادلانه ډول مستحقو راستنو شویو کورنیو ته ووېشل شي.
همدارنګه یاد وزارت له ټولو هغو مرستندویو هېوادونو او موسسو څخه، چې له زیانمنو کورنیو او راستنېدونکو سره مرستې کوي، مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام هیله یې څرګنده کړه، تر څو د راستنېدونکو کورنیو د ژوند ښه‌والي کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته