د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالۍ کډوالۍ سازمان، د بیامېشتېدنې او د ملګرو ملتونو پراختیايي برنامې له لوري په بغلان او کندز کې د پلي شویو برنامو د کاري پرمختګ ارزونه وه.
ښاغلي راشد د همکارۍ ارزښت ته په اشارې له UNDP څخه د برنامو د اسانه پلي کولو په برخه کې له دویمو واحدونو سره پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
د UNDP مرستیال ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د یاد وزارت له همکاریو، د ناستو ارزښت، له خصوصي ادارو سره د میکانیزم جوړښت او تخنیکي ټېم له جوړښت خوښي څرګنده کړه او د برنامو د پلي کولو موخه یې د کډوالو د اقتصادي وضعیت ښه‌والی یاد کړ.
دواړو اړخونو د ګډو موخو په ترلاسه کولو ټينګار وکړ.
ورته ناستې د کډوالو د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ګډې هڅې څرګندوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته