بلخ کې د قالینو اوبدلو او پروسس مرکز پرانېسته وشوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۵۳
-
د بلخ ولایت نهر شاهي ولسوالۍ د قالین بافانو ښارګوټي کې د مهاجرینو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد، د والي مرستیال او مهاجرینو رییس په شتون کې پرانېستل شو.
یاد مرکز چې د جوړېدو چارې یې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې پیل شوې وې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د اکرو موسسې له لوري د ۳۴۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې د پروسس او اوبدلو برخه لري، پکې ۱۰۰ تنو بې ځایه شویو ښځو او سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د وزارت مسلکي معین په یاده پرانېسته کې وویل: د شکر ځای ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره شوې، په ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ کوم چې هېواد کې پانګونه وکړي او د ویاړ ځای ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په سلګونو پروژو پرانېسته شوې ده.
د بلخ مرستیال والي مولوي نور الهادي ابو ادریس وویل: د خوښۍ ځای ده چې په دې ډول پروژو سره هېوادوالو ته د کار زمینه برابریږي او اسلامي امارت تل له تاسو سره همکار ده.
د بلخ د مهاجرینو رییس اسدالله وفا وویل: د ویاړ ځای دی، چې د مزارشریف ښار کې دا ډول پروژو پرانېسته وشوه، چې ډېری ښځو ته پکې د کار زمینه برابره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته