د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل، بلخ، کندز، بغلان، جوزجان، کندهار، زابل، نیمروز، پکتیا، بامیانو، هرات او ننګرهار کې ۲۰۴ زره کورنیو او ۱۴۷ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د ټولنیز خوندیتوب، د غیرغذایي کڅوړو وېش، سرپناه او ژوند په نورو برخو کې مصرف شي.
د مهاجرینو چارو وزارت هڅه کوي، چې کورنیو او نړۍوالو بنسټونو په همغږۍ زیانمنو شویو کورنیو ته غوره خدمتونه او ښې مرستې وړاندې کړي.
