د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک عتیق الله، ملک جبروت، ملک قاري یوسف، ملک محمد حضرت، حاجي ملک پنجشیر او ملک حراکت پکې ګډون کړی و، د هغو ننګونو او فرصتونو د ارزونې په موخه، چې ټولنه، کډوال او بېځایه شوي ورسره مخ دي، د اړیکو پیاوړتیا او د کډوالو وضعیت ښهوالي په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي بنوري د کډوالو وضعیت او اړتیاوو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ، د اسلامي امارت له لوري هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او ښو خدمتونو وړاندې کولو اقدام ته اشاره وکړه.
همدارنګه نوموړي د کډوالو ملاتړ لپاره د سیمهییز ملاتړ غوښتنه وکړه.
ولسي استازو او د کلیو ملکانو د خپلې ټولنې ستونزې بیان کړې او اړمنو ته یې د یاد وزارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه لیدنه د کډوالو وضعیت ښهوالي، سولهییزې فضا او ټولنې سره د همکارۍ لپاره د مهاجرینو چارو وزارت او ولس ګډې هڅې څرګندوي.
