د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک عتیق الله، ملک جبروت، ملک قاري یوسف، ملک محمد حضرت، حاجي ملک پنجشیر او ملک حراکت پکې ګډون کړی و، د هغو ننګونو او فرصتونو د ارزونې په موخه، چې ټولنه، کډوال او بېځایه شوي ورسره مخ دي، د اړیکو پیاوړتیا او د کډوالو وضعیت ښه‌والي په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي بنوري د کډوالو وضعیت او اړتیاوو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ، د اسلامي امارت له لوري هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او ښو خدمتونو وړاندې کولو اقدام ته اشاره وکړه.

همدارنګه نوموړي د کډوالو ملاتړ لپاره د سیمه‌ییز ملاتړ غوښتنه وکړه.

ولسي استازو او د کلیو ملکانو د خپلې ټولنې ستونزې بیان کړې او اړمنو ته یې د یاد وزارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه لیدنه د کډوالو وضعیت ښه‌والي، سوله‌ییزې فضا او ټولنې سره د همکارۍ لپاره د مهاجرینو چارو وزارت او ولس ګډې هڅې څرګندوي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

بېرته خبرونه ته