په کابل کې د مهاجرينو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه جوړه شوه.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۴:۲۱
امرالله
د مهاجرینو چارو وزارت د UNHCR په همکارۍ د جوزا میاشتې ٣٠مه چې د جون میاشتې له ٢٠مې نېټې سره یې سمون درلود. د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې غونډه وکړه.
په دې کتنه کې چې د اسلامي امارت یو شمېر مسوولینو، په کابل کې میشت یو شمیر دیپلوماتانو او ژورنالیستانو حضور درلود، د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني خبرې وکړې او د مهاجرت دیني سابقې ته په اشارې سره یې د اسلام له نظره د مهاجرت په اړه داسې وویل: له افغانستانه د خلکو هجرت هغه وخت د شوروي اتحاد له يرغل سره پيل شو او په ميليونونو هېوادوال مو مهاجر او بې کوره شول.
هغه زیاته کړه د مهاجرت سلسله لا پای ته نه وه رسېدلې چې امریکا او ناټو پر افغانستان یرغل وکړ او دغه یرغل د افغانانو د مهاجرت لړۍ لاپسې زیاته کړه او له دې امله تر نن ورځې پورې زموږ خلک دننه او بهر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه چې اوس په هېواد کې امنیت ټینګ دی او باید د مهاجرينو باعزته راستنېدو لپاره کار وشي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتونکي یو.
هغه وويل زموږ ملت د کوربه هېوادونو مرستې نه هېروي، او هيله لرو چې کوربه هېوادونه د پخوا په څېر افغان کډوالو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.
د مهاجرينو چارو وزیر په ځینو هېوادونو کې له افغان مهاجرينو سره ناوړه چلند ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې له مهاجرينو سره باید چلند د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو سره سم ترسره شي او باید د مهاجرينو د جبري راستنېدو مخنیوی وشي.
ښاغلي حقاني د نړيوالو سازمانونو او هېوادونو د همکاريو د مننې ترڅنګ وويل، چې د مهاجرينو چارو وزارت په داسې پلانونو او پروګرامونو کار کوي، چې د همکارو ادارو په همغږۍ به له راستنېدونکو او بېځايه شويو سره د ژوند، پوهنې او روغتيايي ستونزو په برخه کې مرستې او د هغوى نورې اړتياوې پوره کړي.
ورپسې د مهاجرينو چارو وزارت معین الحاج محمد ارسلا خروټي د موضوع په اړه خبرې وکړې او د افغان مهاجرت د عواملو او شالید یادونه یې وکړه او ویې ویل چې شاوخوا اوه میلیونه افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د مهاجرت ورځې او شپې تېروي چې دا د وخت د حکومت د فساد، بې عدالتۍ، ظلم، وحشت، او بې تفاوتۍ ښکارندویي کوي.
خروټي زياته کړه، چې اوس په ټول هېواد کې امنيت تامين شوى، خو د کډوالو د راستنېدو لپاره یوازې د امنيت د تامين بسنه نه کوي بلکې د کار پيدا کولو، سرپناه، زېربناوو او په نورو برخو کې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لازمو تدابير ته اړتیا ده، چې ترڅو په پلي کولو سره یې د داوطلبانه بېرته را ګرځېدلو زمینه برابره شي او له نېکه مرغه، دې وزارت په دې برخه کې یو ځانګړي پلان او پروګرام په پام کې نیولی او البته د پلي کولو لپاره یې موږ د هیوادونو او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لرو.
هغه د UNHCR له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د دې ادارې د همکاریو د دوام او پراخېدو غوښتونکي یو.
.
خروټي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له فتحې سره تر اوسه ۷۰۰ زره کسان راستانه شوي او له زرګونو کورنیو سره مرستې شوې دي، دغه راز زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ هم خپلو سیمو ته انتقال شوې دي او پر اړمنو کسانو د مرستو د وېش لړۍ دوام لري. او د نورو ښو شرایطو د د برابرولو لپاره مرستو ته اړتیا ده.
وروسته په افغانستان کې د UNHCR دفتر مشر ښاغلي لیونارد زولو خبرې وکړې او په ټوله نړۍ کې د ۱۰۰ میلیونو مهاجرين د شتون یادونه وکړه او ویې ویل چې تر ۶ میلیونو زیات افغانان د هېواد څخه بهر مهاجر او یو شمېر د هېواد په دننه کې بېځایه شوي او په ټولیزه توګه ټول خوندیتوب او اساسي مرستو ته اړتیا لري. نوموړي د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ به د داخلي بې ځایه شویو او مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
هغه زياته کړه کډوال حق لري چې په هر هېواد کې چې وغواړي ژوند وکړي او په زوره ۭباید بېرته ستانه نه شي، بلکې د ژوند ټول ارام شرايط ورته برابر او حقونه یې بايد تامین او پوره شي.
ورپسې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغان مهاجرینو د ستونزو حل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې کډوال په خپله خوښه راستانه شي، خو مخکې له دې چې دوی بیرته ستانه شي، باید ځینې اقدامات وشي، چې له نېکه مرغه د اړوندو ادارو له لوري تر کار لاندې دي.
کریمي د کوربه هیوادونو د همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له کوربه هیوادونو څخه هیله کوي چې خپلو خدمتونو ته ادامه ورکړي او له کډوالو سره د سفري اسنادو د چمتو کولو، درملنې، ښوونې او روزنې په برخه کې همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، غوره به وي چې دغه مرستې د مهاجرينو چارو وزارت سره په همغږۍ او د همدې وزارت له لارې وویشل شي، څو مرستې په پوره شفافیت سره مستحقینو ته وسپارل شي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته