مسلکي مرستيال د فاریاب ولايت د مهاجرينو ښارګوټو څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۲۰:۵۳
_

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د يو پلاوي په مشرۍ د فارياب ولايت د رسالت او ظهیرالدین محمد بابر د مهاجرينو ښارګوټو څخه ليدنه وکړه.
مسلکي مرستيال په یادو ښار ګوټو کې شته ستونزې وڅېړلې ډاډ یې ورکړ،چې ټولې ستونزې به حل او د زیربطو ادارو سره په ګډې همغږۍ اوهمکارۍ به د ښارګوټو غصب شوې ځمکه له غصب پاکه او غاصیبین به عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
هغه زیاته کړه د اسلامي امارات په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت دی، د ټولو هېوادوالو مودا غوښتنه ده، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
د ياد رياست مسؤلينو په ښارګوټو کې، د ځمکې غصب، د تفصیلي پلان نه شته والی، د روغتيايي مرکزونو، ښوونځيو،سرکونو، پلونو اوپلچکونو او د څښاک دپاکو اوبو د ژورو څاګانو نه شتون هغه ستونزې يادې کړې، چې د بنسټيزو او پراختيايي پروژو د نه پلي کېدو لامل کېږي.
  د ویلو ده، چې په فاریاب ولایت کې د مهاجرینو لپاره دوه ښارګوټي ځانګړي شوي، چې یو یې د رسالت د مهاجرینو ښارګوټی دی،چې د مرکز مېمنې څخه ٧٩ کيلومتره لرې په دولت اباد ولسوالۍ کې په ٤٠٠٠ زره جریبه ځکمه کې جوړ شوی، تفصيلي پلان نه لري، د تيپيک پلان له مخې پکې یو شمېر نمرې خط اندازي شوي او ٣٠٠ جريبه ځمکه یې د غاصيبینو له لورې غصب شوې اوبل یې د ظهیر الدین محمد بابر د مهاجرینو ښار ګوټی دی، چې د مرکز څخه ١٣٥ کیلومیتره لېرې د خان چهار باغ ولسوالۍ په خواجه قدوق قریه کې په ٣٠٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې پکې مستحقینو ته ٣١٨ بابه شلترې وېشل شوې وې،چې هغه هم تخریب شوي.
همدارنګه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد سره د ښارګوټو څخه د لیدنې پرمهال د فاریاب ولایت د مهاجرینو رییس مولوي سیف الدین جهادي او د دولت آباد ولسوالۍ ولسوال مولوي سیف الله هم ملګري ول

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۲۰:۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

 
په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او د وزارت مرکزي رئیسانو ګډون کړي وو، له ایران څخه د افغان راستنېدونکو د لړۍ د ارزول شوي حالت او حل. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم. . .

بېرته خبرونه ته