له اسلامي نظام پرته بل هیڅ نظام ته په افغانستان کې اجازه نه ورکوو

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۲۰:۲۸
-

د پکتیا ولایت جهادي مدرسې د فراغت په غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني وویل: مدرسې او مسجدونه د اسلام مرکزونه دي، ساتنه او تقویه کول یې زمونږ د ټولو مسولیت دی

نوموړي له علماو وغوښتل، چې په مدرسو کې دې د نورو دیني زدکړو ترڅنګ زده کوونکو ته جهادي فکر او نظامي زدکړې هم ورکړي، ترڅو د اسلام او هېواد د دفاع لپاره هروخت چمتو وي

ښاغلي حقاني د کلیوالي مدرسو په تقویه کولو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې اسلامي امارت دې خپله توجه لا ورته زیاته کړي

په غونډه کې د مهاجرینو چارو وزیر راستنو شوو مهاجرینو لپاره هم له ولسونو وغوښتل، چې د بسترو، سون توکو او خوارکي موادو په برخه کې ددوی لاسنیوی وکړي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

بغلان: د ملګرو ملتونو اړوند د بشري ادارو له استازو سره ناسته ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو اړوند بشري ادارو، اوچا، یونسیار، یونیسف، یواین ډي پي او ایف آی او، د شمالي زون له استازو سره د شیخ جلال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د وزارت مسلکي مرستیال د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

 

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد پرون د غویي ۲۳مه د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

مسلکي مرستیال د خ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۲۰:۷
Background image

بغلان: د مهاجرینو چارو سرپرست د سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني او ورسره مل پلاوي د بغلان ولایت، مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د سیلاب ځپلو مختلفو سیمو څخه لیدنه وکړه
په یاده. . .

بېرته خبرونه ته