د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
-

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې بیان کړل.
په دغې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو پر وضعیت، شته خنډونو او راستنو شویو ته د خدمتونو پر ښه‌والي خبرې وکړې.
ښاغلي بنوري وویل: په دې وروستیو کې له ګاونډيو هېوادونو ډېر کډوال راستنېږي، هغوی له بد حالت سره مخ دي، پاکستان یې په زور رابهر کوي، ګواښي یې، حقونه یې تر پښو لاندې کوي او بندي کوي یې. ښايي د راستنېدو لړۍ لا ډېره شي؛ نو باید پوره چمتوالی ور ته ولرو.
هغه د کمېشنرۍ له مرستیالې وغوښتل، تر څو په سرحدونو او فرضي کرښو کې راستونو شویو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، باید د هغوی راستنېدنه په تدریجي، خپله خوښه او عزتمنده توګه ترسره شي. اسلامي امارت په پوره هوډ له هغوی څخه ملاتړ ته ژمن دی.
بل لور ته اغلې مټر بولي د کمېشنرۍ د بودیجې له زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل: د مهاجرینو چارو وزارت کاري لومړیتوب یې په پام کې نیولی، تر څو په راتلونکي میلادي کال کې راستنېدونکو ته ډېرې مرستې چمتو شي.
هغې ډاډ ورکړ، چې دغه کمېشنري به له کډوالو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د ستونزو حل کې به لا ډېرې هڅې وکړي.
د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د همغږۍ پر دوام، په خپله خوښه د کډوالو راستنېدنې اسانول او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته