د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال ښاغلي اندریکا راتویته سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو له امله د مخې ښې ناسته وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۲
ـ

په دې ناسته کې له ښاغلي اندریکا راتویته سره په افغانستان کې د یونېسف مشر ډاکټر تاج الدین ایوال، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال او د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشره میهیونګ هم شتون در لود.
اندریکا راتویته په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د اسلامي امارت لخوا د ورسره شویو همکاریو له امله مننه او خوښي څرګنده کړه. ښاغلي راتویته راستنېدونکو او بېځایه شویو ته د خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې د افغان حکومت د مسوولو ادارو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه د اسلامي امارت د وړاندیز او ټینګار په پایله کې د مرستو ډېر برخه پر اوږد مهاله او پراختیایی پروژو باندې لګولې ده.
نوموړي دغه راز وویل، په نړۍ کې پر ناورینونو سربـــېره یوناما توانېدلې، چې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د پام وړ بودیجه راجلب کړې او په دې برخه کې به هڅې لادوام ولري.
ښاغلي راتویته د خبرو پر دوام یادونه وکړه، چې له پاکستان سره پر کرښه د جګړې له امله د ولسي خلکو مرګ ژوبله او د ولسونو بېځایه کېدل د اندېښې وړ او زړه بوږنونکې مسله ده. هغه څرګنده کړه، چې د پاکستاني لوري په بریدونو کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان تاسیسات هم زیانمن شوي او پولې ته نږدې د کډوالو په مېشتغالو کې ناچاودي توکي ماین پاکۍ ته اړتیا لري.
 نوموړي دغه راز یادونه وکړه، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې وروستیو بېځایه شویو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې او تمه ده، چې ژر بشپړه شي.
د ناستې په پای کې ښاغلي اندریکا راتویته یادونه وکړه، چې له هرې ممکنې لارې به له افغانانو سره همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په بشري برخو کې یې د ښاغلي راتویته د هڅو او ماموریت ستاینه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وبللې او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو لویه برخه د اړمنو او راستنېدونکو د لاسنیوی لپاره ځانګړې کړې ده.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په شپږو سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني رژیم د ړندو مرمیو له امله بېځایه شویو ته مرستې وېشل شوې دي او پاتې درېیو نورو ولایتونو ته هم مرستې چمتو شوې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د استازو لخوا شریک شوي وړاندیزونه مهم وبلل او پر ګډ کار یې ټینګار وکړ او دغه راز یې ښاغلي اندریکا راتویته ته په راتلونکي کې د بریا هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته