د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اسلامي امارت د زعیم امیر المومین شیخ هبت الله حفظ الله د لارښوونې پر بنسټ له ایران څخه د هغو راستنو شوو له کورنیو سره نقدي مرسته وکړه، چې د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې شهیدان شوي وو.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۲۴

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د هرات-کندهار پر لویه لار په ترافیکي پیښه کې د شهیدانو شوو راستنېدونکو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې د یادې پېښې په اړه خپله غم شریکې وړاندې کړه او د شهیدانو د کورنیو سرپرستانو ته یې نقدي مرسته وسپارله.
محترم وزیر وویل، چې د اسلامي نظام رهبرۍ او هر یو کارکوونکی د راستنېدونکو حالت ته متوجه دی او خپل امکانات له اړمنو هېوادوالو څخه نه سپموي.
محترم مولوي عبدالکبیر د راستنو شوو شیهدانو له کورنیو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت اړونده ادارې له راستنو شوو سره د لاډېرو مرستو هڅه کوي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته