د يوشمېر موسسو سره د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۵:۲۴
--

د( 42279914) امريکايي ډالرو په ارزښت مهاجرينو چارو وزارت او يوشمېر موسسو ترمنځ د تلې په (۱۲) مه د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د لاسليک شوو هوکړه ليکونو پر بنسټ به د اسلاميک ريليف موسسه په هرات کې، (۶۴۲) کورنيو ته سرپناوې جوړوي، موسسه دست های کمکی برای کمک په زابل، قندهار، ارزګان او باميانو کې د طبيعي پېښو له امله  ( ۴۷۴۰) زيانمو شوو کورنيوته او د بشري مرستو د همغږۍ موسسه به په فراه کې ( ۱۸۱۴) کورنيو سره په بېړنيو حالاتو کې مرستې کوي.

همدارنګه د بشري مرستو د همغږۍ موسسه د خپلې دوهمې پروژې له طريقه (۹۲۷) اړمنو کورنيو سره په فراه کې نغدي او د خوراکي توکو په برخه کې او د ودان موسسه به په هرات کې سل کورنيو سره د کارموندنې په برخه کې مرستې کوي.

ياد هوکړه ليکونه د بشري مرستو  د همغږۍ رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني او د يادو موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.

شيخ عبدالرحمن رحماني د هوکړه ليکونو د لاسليکولو پرمهال د پروژو په بېلابېلو پړاوونوکې په تطبيق او راپور ورکولو په روڼتيا ټينګار وکړ او له همکارو بنسټونو يې وغوښتل چې د لاسليک شوو هوکړه ليکونو له مخې عمل وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته