د وزارت مالي او اداري مرستیال د مهاجرت نړۍوال سازمان له مرستيال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین الحاج محمد ارسلاح خروټي په خپل کاري دفتر کې د مهاجرت نړۍوال سازمان له مرستیال او سرپرست ښاغلي توما سو سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي خروټي له پاکستان څخه د اجباري راستنېدونکو له پاره په سرحدونو کې د يادې ادارې د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ له هغو راستنېدونکو سره چې خپلو اصلي ځايونو ته ستنېږي، د دغې ادارې د مرستو د چټکتيا او زياتوالي غوښتنه وکړه.
ښاغلي تو ماسو د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري په برخه کې د دغه وزارت د همغږۍ د ستاینې په ترڅ کې وویل: موږ به افغان مهاجرینو ته د مرستو وړاندې کولو او د دوی وضعیت ته ژمن پاتې شو، زموږ موخه له اجباري راستنېدونکو سره د مرستو او فعالیتونو وړاندې کول دي تر څو دوی و کولای شي خپل هېواد ته په منظم ډول، په وقار او درناوي سره راستانه شي.
مالي او اداري معین د دې ناستې موخه د دواړو لورو ترمنځ د خدمتونو په برخه کې همغږي او همکاري و بلله او دواړو لورو د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د وزارت، د دفتر، راستنېدو، د مهاجرینو د څېړنې او معلوماتو او راستنېدو ته د هڅونې رئیسانو هم حضور درلود.