د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۴۲
_

 په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د ۴۷ زره ۷۱۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د خلکو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه مرستو او ټولنیزې او پراختیایي نوې لار موسسو سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ به دغه موسسې پورتنۍ پیسې په کندوز، بدخشان او باميان ولايتونو کې د ژمنيو جامو وېش، خوراکي توکو او حرفوي زدکړو په برخو کې ولګوي، چې ٣٦٠ بېځايه شوې او راستنې شوې کورنۍ او د کوربه ټولنې غړي به ترې ګټه پورته کړي.
دا هوکړه لیکونه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو له خوا لاسلیک شول

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته