د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د منګلو له مشرانو سره لیدنه وکړه
 
               د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت د منګل قوم له ځینو قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
 په دې لیدنه کې د منګلو مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل په موخه یې د رسیدنې غوښتنه وکړه.
 سرپرست وزیر د منګل قوم د مشرانو له هر اړخېز او رښتیاني ملاتړ څخه قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د ستونزو د حل په برخه کې به لازمې کړنې وکړي.
