د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د هيواد لسو ولايتونو ته د بشري مرستې وليږل شوې
د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال دلوې دويمه
د مهاجرينو چارو وزارت له لورې د هيواد لسو ولايتونو ته چې زيات اړمن وه د چين هيواد بشري مرستې واستول شوې. د يادو مرستو د ليږلو پر مهال د مهاجرينو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس او د وزارت وياند مفتي عبدالمطّلب حقاني وويل دا د چين هيواد د مرسته شوو ۷۰۰ ټنو وريجو څخه لومړنۍ جوپه وه چې د هيواد لسو ولايتونو ته وليږل شوه چې په دې مرستو کې ټول ټال ۴۴۰ ټنه وريجې شاملې دي چې په ۸۸۰۰ اړمنو کورنيو به وويشل شي. همداراز نوموړي زياته کړه چې پاتې ۲۶۰ ټنه وریجې او پنځه سوه ټنه وړه، چې ددغه هیواد لخوا یې ژمنه شوې هم په نږدې راتلونکې کې راورسېږي.
