د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت «د وزارت اړوندو څانګو لپاره د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ مایع ګاز د تهيې او تدارک قرارداد د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره» د عیسی الیاس لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې ۱۰۰۶۲۹ دی، چې د کابل، اوومې ناحیې قلعه رحیم، په دوغ آباد، کې موقعیت لري، د ۱,۰۴۰,۳۲۵ (یو میلیون، څلوېښت زره او درې سوه پنځه ویشت) افغانیو په ټولیز قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د خپلو دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد، د جنگلک فابریکې شاه ته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځه پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وړاندې کړي.

یاد اعلان د قرارداد د لاسليک معنی نه‌لري او تر هغه چې یاد مهلت پوره نه‌شي او قانوني کړنلارې بشپړې نه‌شي، قرارداد به نهایي نه‌شي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۸:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، د « انجنیرۍ برخې لپاره د دفتر د وسایلو، موکیت . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۸:۴۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت «د وزارت اړوندو څانګو لپاره د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ مایع . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پریکړې اطلاعیه

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې د (د برېښنا، نلدوانۍ او نجارۍ وسایلو تدارک او . . .

Back to tenders