د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

anwari_morr

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د اړتیا وړ ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلو ګرامو اوبلن ګاز(LPG) د برابرولو او تدارک قرارداد د حفیظ الله منصور لوژستیکي خدمتونو ته، چې د (۴۲۷۴۲) جواز شمېرې لرونکی او د کابل ښار د قلعه موسی په سیمه کې موقعیت لري،  د ۷۹۹ زره او ۲۰۰ افغانیو په مجموعي بیه ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي وګړي، چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولای شي خپله نیوکه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې تر پینځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره یو ځای په لیکلي ډول، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو امریت ته، چې د واصل‌ اباد په سیمه کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په مانا نه ده او تر هغه وخته، چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او نور قانوني پړاوونه طی مراحل نه شي، قرارداد به نه منعقدېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د قرارداد ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د تدارکاتو له قانون سره سم د وزارت د اړتیا وړ ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلو ګرامو اوبلن ګاز(LPG) د برابرولو او تدارک قرارداد د حفیظ الله . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۹
Background image

د کابل د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د یوې ودانۍ په کرایه نیولو د داوطلبۍ اعلان!

د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د خپلو اداري چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه، د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د کابل ښار په لومړۍ، دویمه، درېیمه، پينځمه، اوومه او یا هم اتمه ناحیه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د درمل داوطلبي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته خبر ورکوي، چې د وزارت  لپاره د ۴۲ قلمه طبي لابراتوار وسایلو او ۱۰۰ قلمه درملو د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون . . .

Back to tenders