د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

anwari_morr

Publish Date

Closing Date

 

د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت «د وزارت اړوندو څانګو لپاره د ژمي په موسم کې د اړتيا وړ مایع ګاز د تهيې او تدارک قرارداد د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره» د عیسی الیاس لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې ۱۰۰۶۲۹ دی، چې د کابل، اوومې ناحیې قلعه رحیم، په دوغ آباد، کې موقعیت لري، د ۱,۰۴۰,۳۲۵ (یو میلیون، څلوېښت زره او درې سوه پنځه ویشت) افغانیو په ټولیز قیمت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او د خپلو دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصل‌آباد، د جنگلک فابریکې شاه ته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځه پنځوسمې مادې له احکامو سره سم وړاندې کړي.

یاد اعلان د قرارداد د لاسليک معنی نه‌لري او تر هغه چې یاد مهلت پوره نه‌شي او قانوني کړنلارې بشپړې نه‌شي، قرارداد به نهایي نه‌شي.