د ترکيې د سرې مياشتې رئيس مالي او اداري مرستيال سره ليدنه وکړه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۳:۱۴
..

په کابل کې د ترکيې د سرې مياشتې رئيس فريد احمد ضیا د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ارسلاح خروټي سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو ترمېنځ د همکاريو د دوام او پراختيا په اړه يې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې دوشنبه د لړم په ( ۲۴) مه وزارت په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، ښاغلي خروټي د دواړو هېوادونو ترمېځ ښو اړېکو ته په اشارې سره د دواړو ادارو ترمېنځ د همکاريو پراختيا بېځايه شوو او اړمنو خلکولپاره مهمه وبلله او د مهاجرينو وزارت لومړيتوبونه يې له دوی سره شريک کړل.

همدارنګه د ترکيې د سرې مياشتې ادارې څخه يې غوښتنه وکړه، چې د افغانانو د بشري اړتياوو په ځانګړي توګه د بېځايه شوو او راستنېدونکو د بيامېشتېدنې په برخه کې د مهاجرينو وزارت سره لا زياته همکاري وکړي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال په ټول هېواد کې امنيت دی او اړتيا ده،چې داخلي بېځايه شوي خپلو اصلي سيموته ستانه شي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ترکيې د سرې مياشتې ادارې رئيس د ترکيې څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره ددې ادارې د کاري پلانونو په اړه معلومات ورکړل او داخلي بېځايه شووته د بشري مرستو دوېش په برخه کې يې د وزارت سره دهمکاريو خبر ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

بېرته خبرونه ته