د بېلابېلو ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۵ - ۲۳:۳۵
sadam_mo
د پکتیکا او خوست ولایتونو د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه ګډه غونډه د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۵مه د مهاجرینو، د پېښو سره د مبارزې، اقتصاد او عامې روغتیا وزارتونو، د سرې میاشتې ادارې، او مرستندویه موسسو ترمنځ د مهاجرینو چارو په وزارت کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د مهاجرینو چارو وزارت معين الحاج محمد ارسلا خروټي له مرسته کوونکو موسسو څخه د مننې ترڅنګ د بېلابېلو ادارو او نړيوالو بنسټونو ترمنځ په لا زياتې همغږۍ باندې ټينګار وکړ او ويې ويل: د خوست او پکتیکا ولایت اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي، چې اوس هم د نوموړو سیمو د اوسېدونکو د ژوند چارې د ګڼو ستونزو سره مخ دي، او اړتیا ده چې ټولې مسوؤلې ادارې باید د مهاجرینو چارو وزارت لخوا ټاکل شوي کمیسیون سره په همغږۍ مرسته وکړي، او د خپلو خبرو په اوږدو کې ياده کړه، د زلزله ځپلو کورنيو لپاره دا مرستې بسنه نکوي بايد له دوى سره بنيادي او تهدابي مرستې وشي تر څو د دوى ستونزې په مکمل ډول حل شي.
ورپسې د اقتصاد وزارت د دفتر رئیس شیخ عبدالباري، د عامې روغتیا وزارت استازي عنایت الله او د سرې میاشتې د ادارې استازي محمد صالح اخندزاده هم د بېلابېلو وزارتونو او موسسو ترمنځ د مرستو پر همغږۍ ټینګار وکړ او د خپلو اړوندو ادارو د مرستې ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) مرستیال محمد خاطر زید وویل: د ځپل شویو سیمو اوسېدونکي لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري او دا اداره د مهاجرینو چارو وزارت او مرستندویه موسسو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ لپاره چمتو ده، او همدارنګه په یادو سیمو کې د زلزلې د پېښېدو سره سم د OCHA ادارې کوښښ وکړ چې ډېره همغږي او ډاډ رامنځته کړي. مګر رسېدلې مرستې کافي ندي او اړتیا ده چې نورې مرستې هم وشي.
sadam _ morr
sadam _ morrsadam _morrsadam _ morrsadam _ morr

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته