دکډوالو وزير د ناروې د بهرنیو چارو له پخواني وزیر او د کډوالو چارو سرمنشي جان ایګلینډ سره ليدنه وکړه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۲۳:۲۷
_____________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني نن دوشنبه د تلې په ۵مه دناروې دکډوالو چارو سرمنشي سره ليدنه وکړه.

د يادې کمېټې مسؤل وويل: چې موږ په پنځوسو هېوادونوکې فعاليت کوو او د پېنځه وېشت هېوادونو سره مرستې کوو په ځانګړي ژمنۍ مرستې.

نوموړي زياته کړه چې موږ غواړو په ۱۶ هېوادونوکې ژمنۍ مرستې ووېشو او په دې برخه کې د کډوالو چارو وزارت او ولايتي رياستو او آمريتونوهمکاريوته اړتيالرو. هغه همدارنګه داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د مرستو دوېش د روڼتيا په خاطر خپل يوشمېر نظرونه او وړانديزونه هم وړاندې کړل.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير د يادې ادارې د مسؤلينو د همکاريو او راتګ څخه مننه وکړه او داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيوته يې دمرستو په وېش کې د روڼتيا په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې ديادو مرستو وېش به شفاف او عادلانه وي. هغه همدارنګه د يادې ادارې د مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې يادې مرستې بايد بېځايه شوو کورنيوته د ژمي د رارسېدو څخه وړاندې ووېشل شي.

ښاغلي حقاني زياته کړه هغه توکي چې تاسې يې په نورو هېوادونوکې اخلۍ غوره به وي چې په افغانستان کې واخيستل شي ګټه به يې عامو افغانانو ته وي،بله داچې توکي به ژر ترلاسه شي او دافغانستان توکي او خواړه دنورو هېوادونو په پرتله قوي او اعلي هم دي.

حقاني دناروې دکډوالو کمېټه څخه غوښتنه وکړه چې بايد دکډوالو سره د روغتيا او زده کړو په برخه کې مرستې وکړي چې په يوشمېر ولايتونوکې روغتيايي مرکزونه کمزوري دي او ياهم نړېدلي دي که په دې برخه کې مرستې وکړئ نو موږ به دامرستې په امانتدارۍتر اړمنو خلکو ورسوو. که تاسې خلکو ته مرستو رسولو هوډ لرئ، نودامرستې بايد له وزارت سره په همغږۍ کې وشي ترڅو د فساد او ګډوډۍ مخه ونيول شي.

هغه وویل: داخلي بېځايه شوي تعليمي او روغتيايي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري،د دوی ښوونځي تړل شوي،دښوونکو تنخواوې بندې دي او له تاسې مو غوښتنه داده چې دغوخلکوته خپله پاملرنه زياته کړئ.

هغه همدارنګه زياته کړه چې په يوشمېر ولايتونوکې د بېځايه شوو سروې ترسره شوې او بشري مرستو ته اړتيا لري او دوی ته بايد خپلو اصلي سيموته د ستنېدو څخه وروسته، مرستې ووېشل شي او هغه هېوادوال چې اقتصادي وضعيت يې خراب دی مرستې وشي او د بياځلې کډوالۍ مخه ونيول شي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

بېرته خبرونه ته