دترکیې سفیر: د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوم چې دافغانستان خلکو سره، بشري مرستې وکړي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۲۱:۱۵
45
 
دغه خبر ه دترکیې سفیرجیهاد ارکينايي نن دلیندۍ په (١٦) دکابل په بګرامیو ولسوالیوکې اړمنو بېځايه شوو کورنیو ته دبشري مرستو دوېش پر مهال وکړه.
يادې مرستې د ترکيې هېواد د افتونو اوبېړنیو حالاتو په وړاندې دمبارزې ادارې( آفاد) له لورې د کابل دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ سلګونو اړمنو کورنیو سره ترسره شوې
د دغو مرستو د وېش پرمهال په کابل کې د ترکیې سفير جيهاد ارکينايی د خپلې ادارې دفغالیتونو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: دترکيې هېواد د اسلامي امارات د راتګ سره سم دسرې میاشتې،ټيکا او نورو غیرې دولتي ادارو په مرسته بېوزلو افغانانو سره مرستې کړي او دمرستو دوېش دغه لړۍ به جاري ساتو. همدارنګه دنړیوالې ټولنې څخه موهم داغوښتنه ده، چې په اوسنیو حالاتوکې چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي دبشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي جیهاد ارکينايي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي او دکابل ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس قاري عبدالمتین رحیمزي څخه مننه وکړه چې بېوزلو کورنیو ته یې دبشري مرستو دوېش زمینه برابره کړې ده.
د ویلو ده چې دننیو مرستو دوېش پرمهال دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي او داطلاعاتو او عامه اړیکو رييس مفتي عبدالمطلب حقاني هم شتون درلود.
الحاج ارسلاح خان خروټي په کابل دترکیې سفیر څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې بېوزولو او اړمنوکورنیو سره بشري مرستې ترسره کوي.
هغه وويل:دتېر شل کلن نظام دفساد او د پلان دنه موجودیت له امله په هېواد کې میلیونونه افغانان دلوږې او اقتصادي فقر سره مخ دي،چې لِله الحمد داسلامي امارات په راتګ سره غصب، اختطاف، بې عدالتۍ اوبې قانوني پای ته رسېدلې.په ټول هېواد کې زرګونه کورنیو ته بشري مرستې رسېدلي او میلیونونه نور افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، نومړي دنړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانانو په ځانګوي ډول بېوزولو او اړمنو کورنیو ته دې ډېره پاملرنه وکړي او دوی لپاره دې ځانګړي پروګرامونه په لاره واچوي.
هغه په نړیوالو غږ وکړ، چې د افغانانو کنګل شوي شتمنۍ ازادي کړي، څو په هېواد کې د را روان بشري بحران مخنیوي وشي.
هغه زیاته کړه، چې په راتلوونکي د کابل په کډون ټولو ولایتونو کې به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
د ښاغلي خروټي په وينا، تر اوسه پوري په هغه ډول مرستې افغانستان ته نه دي رارسیدل کومې چې نړیوالو په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره ژمنې ترسره کړې وې، وايي یواځي یو څه اندازه مرستې افغانستان ته رارسېدلي او نورې یې پاتې دي.
44

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زویر محترم مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما له مرستیال برونو لیمارکي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې د یوناما مرستیال برونو لیمارکي وویل، چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د راستنو شویو د ژوند وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو چارو وزارت کې د روانې میاشتې په ۳۱مه د افغانانو پرمختګ لپاره د نوي فکر تعلیمي، خوندیتوب او د بحران کموول او د افغانستان لپاره د راتلونکې ټولنې پراختیا موسسو سره د ۴۰۱ زرو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رییس د ننګرهار له څو تنو ولسي استازو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له ولسي استازو او د کلیو له ملکانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې حاجي صادق، ملک. . .

بېرته خبرونه ته