ترکیې ته تللي پلاوي ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر سره وکتل

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۲/۷/۲۸ - ۲۰:۱۸
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ددفتر رئیس قاري اجمل ویاړ په مشرۍ ددغه وزارت پلاوي په ترکیه کې ددغه هېواد د مهاجرت ادارې له مشر اتیلا توروس سره کتلي او د مهاجرینو په ستونزو یې ورسره خبرې کړي
په دغه ناسته کې دواړو لوریو د مهاجرینو اتشې پر اړتیا او د یوه ګډ کمیسیون پر جوړولو توافق کړی، چې له لارې به یې د مهاجرینو اړوند ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له یوبل سره شریکوي
دغه راز یاد پلاوي په انقره کې د ټوپلام په نوم له یوه زندان څخه هم لیدنه کړې، چې یو شمېر افغانان پکې بندیان دي
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکې کې به ښاغلی توروس افغانستان ته هم سفر وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته