د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم او علمای کرامو سره وکتل.

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۱۸
1/1
 
په دې ناسته کې چې د کابل د جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم سعید سربــېره شیخ محمد اسماعیل، شیخ محمد فقیر محمدي او شیخ عبدالغني هم حضور لرلو، د کابل د جهادي مدرسې محترم مهتمم د مهاجرینو چارو وزارت لخوا له مدرسو او علماوو سره د شوو مرستو او همکاریو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت په هڅو سره د کابل د جهادي مدرسې په ګډون د ګڼ شمېر علمي او ښوونیزو ادارو ستونزې هوارې شوې دي.
حاضرو استادانو او علمای کرامو د مدرسو د علمي کچې پر لوړېدو د ټېنګار تر څنګ وویل، چې د اغېزمن فعالیت او د تجربو شریکولو لپاره د علمي او ښوونیزو مرکزونو تر منځ همغږي اړینه ده.
د ناستې پر دوام د جهادي مدرسې مهتمم د ځینو موضوعګانو په هکله خپل نظر او مشورې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې مهتمم او استادانو ته د ښه راغلاست پر مهال د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او وې ویل، چې اسلامي امارت د مدرسو په ګډون د ټولو ښوونیزو او علمي ادارو د ستونزو حل او پرمختګ ته ژمن دی.
محترم وزیر د مدرسو مسوولینو او استادانو ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو خبرې وکړي او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت خپلو امکاناتو ته په کتو د علمای کرامو وړاندېزونو ته رسیدنه کوي.
د ناستې په پای کې د جهادي مدرسو د لاښه فعالیت او لاسته راوړنو په موخه د ناستې ګډونوالو خپلې تجربې او نظرونه سره شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته