د مهاجرینو وزیر یوه ناسته کې د بشري مرستو او استوګنې په برخه کې د یوناما له مرستیال او د افغانستان لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان له مشرۍ آغلې میهیونګ پارک سره وکتل.

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۶
ـ
 
دغه ناسته چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د پیل شوې لړۍ په هکله ترسره شوه، د یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا راتوټه وویل، چې روان زېـږدېز کال له پاکستان او ایران څخه تر دې دمه له یو میلیون څخه ډېر افغانان راستانه شوي او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
د نوموړي په وینا چې پاکستان د افغانانو په جبري ایستنه کې کمښت راوستلی، خو له ایران څخه د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ خورا لوړې کچې ته رسیدلې ده.
ښاغلي راتوټه زیاته کړه، چې یوناما د مالي سرچینو د جلب هڅې پیل کړې او همدارنګه په اسلام قلعه کې د راستنېدونکو د ستونزو حل په موخه د ظرفیت لوړلو ته کار پیل شوي، څو د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ او کډ کار، د راستنېدونکو افغانانو لاس نیول وکړي او خدمات ورته وړاندې شي.
اندریکا راتوټه یادونه وکړه، چې یوناما غواړي ایران ته قناعت ورکړي چې د افغانانو د ایستلو جبري لړۍ ودروي او د یوه پلان پر بنسټ افغانان په داوطلب ډول خپل هېواد ته راستانه کړي.
هغه په افغانستان کې د راستنېدونکو د مېشت کېدو او مهاجرت پر دایمي حللارو په ټېنګار سره د ګډې تخنیکي کمېټي د جوړیدو وړاندیز وکړ او له نړیوالو ادارو سره یې د اسلامي امارت د همکاریو له امله مننه وکړه.
د ناستې پر دوام د افغانستان لپاره د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال وویل، چې په اسلام قلعه کې حالت له نږدې ارزول شوی او یو شمېر غیري خوراکي توکي سمیې ته لیږل شوي دي.
ښاغلي عرفات زیاته کړه، چې دوی د ملګرو ملتونو له رهبرۍ څخه د افغان راستنېدونکو ستونزو حل په موخه د لاډېرو مرستو غوښتنه کړې او تمه چې ژر ورته لاس رسي پيدا کړي.
هغه دغه راز وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنره کابل ته سفر وکړي.
په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان مشرۍ آغلې میهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د شمېر په ډېردو سره د خپلو مالي سرچینو د لوړولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو نړيوال سازمان د نقدي مرستو کچه لوړه کړې وه، خو د جبري ایستلو د لړۍ له پراخېدو سره پر نقدو مرستو اغېز شوی. نوموړې د یو لړ ستونزو حل په موخه خپل وړاندېزونه په ناسته کې شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما او ملګرو ملتونو مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او په بېلابېلو برخو کې یې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د ادارو له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اړتیا وړ توکي او وسایل اسلام قلعه ته لیږلي او احتیاطي تخنیکي ټيمونه هم د رسېدو په حال کې دي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا، څرنګه چې اسلامي امارت له پاکستان څخه د راستنېدونکو لپاره اړتیا وړ اسانتیاوې چمتو کړې او لاس نیوی یې وشو، همدارنګه به له ایران څخه د راستنېدونکو مرسته وشي او ټولې امارتي ادارې یې خدمت ته چمتو دي.
نوموړي له ایران سره د کډوالو په هکله پر درې اړخېزه ناسته ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د مهاجرینو چارو وزارت له ملګرو ملتونو سره د کډوالو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۶
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په بېلو، بېلو ناستو کې د بغلان د نهرین او دهنه غوري ولسوالیو د راستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل

د دهنه غوري ولسوالۍ د راستنو شویو استازو، چې د پکتیکا ولایت د مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ تشریف راوړی وو، خپل هېواد ته په راتګ او د اسلامي امارت لخوا د ورسره شوې همکارۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۱
Background image

د کډ‌والو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل له امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه سره وکتل.

په دې ناسته کې چې د  کابل د امنیت د ټېنګښت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ملا ولي جان حمزه وویل چې د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او د مجاهدینو قرباني د افغانستان د ثبات او امنیت سبب شوې ده.. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۲۰:۵۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کندز د کلباد ولسوالۍ له څو تنو علماوو او مخورو سره وکتل

د کندز له کلباد څخه راغلیو قومي مخورو او علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او لیدنو څخه په خوښۍ وویل، چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس ناستې د حکومت او خلکو تر منځ د ښو اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته