د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کونړ د علماوو شورا له رییس شیخ عبدالقهار او څو تنو علماوو سره وکتل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۱۰
-

ښاغلي شیخ عبدالقهار، چې په کونړ کې زلزله ځپلیو ته د مرستو رسولو کمېټې مسوولیت هم پر غاړه لري، د وروستۍ زلزلې له امله د بېځایه شویو او له هغوی سره د مرستو په هکله معلومات شریک کړل او پر وینا یې چې بېځایه شویو ته د سرپنا ابادولو چارې روانې دي او د خیریه ادارو لخوا د پام وړ کورونو چارې بشپړې شوې دي.
ښاغلي شیخ عبدالقهار د تېرو څو کلونو په اوږدو کې ختیځو ولایتونو ته د ورستنو شویو هېوادوالو وړانديزونه له محترم وزیر سره شریک کړل او زياته یې کړه، چې پخواني راستانه  شوي د کډوالۍ اسناد له ځان سره لري، خو دلته نه دي ثبت شوي.
د نوموړي پر وینا د ثبت له لړۍ پاتې ځینې راستانه شوي دایمي سرپنا ته اړتیا لري او هیله یې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به ورته په ښارګوټو کې ځمکې ورکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د کونړ د علماوو شورا رییس او ورسره مل علماوو ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو د ثبت اوسنۍ لړۍ ته په اشارې سره یې یادونه وکړه، چې له اړوندې کمېټې سره به همغږي وشي.
محترم وزیر همدارنګه د الهي پېښو له امله بېځایه شویو ته د مرستو پر جلب او رسونې ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې د هڅو یادونه وکړه.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان با معاون والی ولایت پکتیا، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی ولایت پکتیا، در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار که در مورد به وضعیت برگشت‌کنندگان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

دو تفاهم نامه در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان دو تفاهم نامه همکاری را با موسسات احیای مجدد انصاری برای افغانستان و د کلیو او پرمختایی پروگرام امضا نمود.
این تفاهم نامه ها به ارزش یک میلیون و 23. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

سه تفاهم نامه به ارزش نزدیک به 3 میلیون دالر، در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

سه تفاهم نامه های همکاری با موسسات انکشافی و اجتماعی رازی، بشری صلح سازان افغان، دوستی مردم فرانسه با افغان ها و وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به ارزش 2 میلیون و 898 هزار و 947. . .

بازگشت به خبر