د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د بلخ ولایت له مرستیال والي سره وکتل

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۱۶
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د لنډمهاله مېشتونې کمېټې رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او ور سره مل پلاوي د بلخ ولایت له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره وکتل.
د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي اسدالله وفا هم په دې غونډه کې ګډون درلود.
په پیل کې، د لنډمهاله مېشتونې کمیسیون غړي مولوي طلحه د مهاجرینو د وضعیت په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل: په وروستیو اونیو کې، د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان مهاجرینو د خپلې خوښې راستنېدو پروسه د پام وړ لوړه شوې ده او ډیری دا مهاجرین په سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي، چې له بده مرغه، د دې خلکو د پام وړ شمیر کسان بې سرپرسته، بې کوره او په افغانستان کې د نږدې خپلوانو له درلودلو څخه محروم دي.
نوموړي زیاته کړه: د دې زیان منونکې ډلې د وضعیت د بیړني حل له پاره، د لنډمهاله مېشتونې کمېسیون پروګرامونه په لاره اچولي دي، چې د لنډمهاله مېشتونې مرکزونو جوړول او د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې لکه؛ خواړه، سرپناه، روغتیایي خدمتونه او تعلیم، چمتو کول پکې شامل دي.
د بلخ ولایت مرستیال والي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل؛ چې د ولایت مشرتابه د مهاجرینو منلو ته بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې اړین اقدامات شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د نویو راغلو مهاجرینو له پاره یو لنډمهاله کمپ په پام کې نيول شوی او د اړوندو ادارو په همکارۍ د مهاجرینو ښارګوټي جوړولو کار پیل شوی دی.
مولوي نورالهادي ابو ادریس د مهاجرینو په مېشت ځای کې د زیربنایي پروژو د پرمختګ په اړه هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به یې روغتیایي او تعلیمي مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه ډاډ ورکړ چې د نویو راستنېدونکو مهاجرینو له پاره به د ټولو اړینو تجهیزاتو او امکاناتو سره لنډمهاله استوګنځای چمتو شي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له دوو موسسو سره د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو او ناروي نړۍوالو موسسو ترمنځ د ۲ میلیونو ۲۳۵ زره او ۸۷۹ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دغه. . .

بېرته خبرونه ته