د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له کارکوونکو سره غونډه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۴۶
-
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ریاستونو د کړنو د ارزونې او د راپورونو د اورېدنې په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسوولین خپل دفتر ته بللي وو.
ښاغلي فاني په ټولنه کې د رسنیو پر ارزښت، رسالت او مسؤلیت رڼا واچوله او څرګنده یې کړه، چې رسنۍ کولای شي د حقایقو په انعکاس سره د ملت او دولت ترمنځ د نږديوالي سبب شي او هم د حکومتي مسؤلینو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د دوی اړونده ادارو په اړه ولسونو سره لازم او پر وخت اطلاعات شریک کړي.
هغه زیاته کړه: هغه رسنۍ چې د رسنیز ډګر اصول مراعتوي او په خپلواکه توګه د هېواد د ښېرازۍ، امنیت او پرمختګ په اړه پر حقایقو ولاړ راپورونه له خلکو او نړیوالو سره شریکوي او د افغانستان څخه مثبت تصویر وړاندې کوي، باید تشویق او لاسنیوی يې وشي.
ورپسې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي عبدلمطلب حقاني په خپلو خبرو کې له رسنیو سره پر وخت د اطلاعاتو شریکول اړین و ګڼل او دا چاره یې د اسلامي امارت د رښتینولۍ او د رسنیو څخه ملاتړ وباله. نوموړي زياته کړه چې د اطلاع رسونې بهیر کې سرعت، دقت او بیطرفي به د دولت د لاسته راوړنو څخه ملت خبر او د دوی د رضایت سبب شي.
په پای کې د یاد ریاست کار کوونکو په کاري بهیر کې خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل او ښاغلي فاني صیب یې د حل ډاډ ورکړ

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته