مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
_

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره ۳۸۵ امریکايي ډالرو پر ارزښت لاسلیک شول، په هرات، فراه، بادغیس، کابل، لوګر، پروان، کاپیسا، پکتیا، کندهار، نیمروز او ننګرهار کې به۶۰ زره او ۳ بېځایه شویو، راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د نغدي، خوراکي توکو او د خدمتونو په اړه د عامه پوهاوي په برخو کې مصرف شي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارو بنسټونو په همکارۍ د راستنو شویو او بېځایه شویو لپاره لا ښه خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته