د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو او ښه مدیریت په موخه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۹:۳۹
_

په ناسته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر وویل د راستنېدونکو کډوالو ښه مدیریت، د هغوی ستونزو ته رسېدنه او له ټولنې سره یې اغېزمن ادغام زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه هڅه کوو چې د ټولو اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو په همکارۍ د دغو ستونزو د حل لپاره عملي، ګډ او همغږي ګامونه واخلو.
په ناسته کې په ځانګړي ډول د تورخم، سپین بولدک او نورو سرحدي سیمو وضعیت ته پاملرنه وشوه. ګډونوالو د هغو کډوالو لپاره چې هېواد ته راستانه کېږي، د لنډمهاله استوګنې ځایونو، بیړنیو روغتیايي خدماتو، د کډوالو د ثبت او تثبیت، او نورو ابتدايي او اساسي خدمتونو د برابرولو پر څرنګوالي مفصل بحثونه وکړل.
همداراز، د ناستې په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اداري معین په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، په تورخم کې  د کډوالو پنډغالی څخه لیدنه وکړي او د شته اسانتیاوو او اړتیاوو په اړه به خپل راپور له وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو چارو وزارت او افغان ها برای حمایت از معارف موسسې تر منځ د ۴۴ زره او ۷۳۸ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په بلخ کې ۲۱۶ راستنو شویو کورنیو او کوربه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۴۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د راستنو شویو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک) فعال شو

په مهاجرینو چارو وزارت کې د دغه وزارت د مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد له لوري له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو مهاجرینو د فردي مشخصاتو د ثبت سیسټم( بایومټریک)  فعال شو.
ښاغ. . .

بېرته خبرونه ته