د آفمس ( د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیستم) ښونیز پروګرام پیل شو

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۵:۹
-

د آفمس (د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیستم) ښونیز اونیز پروګرام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مالي او اداري ریاست کارکوونکو لپاره د مالیې وزارت په همکارۍ سره نن پیل شو.
د کډوالو وزارت د مالي او اداري ریاست رییس مفتي مدیر ګل وینا وکړه او ویې ویل: دغه سیسټم د اسانتیاوو رامنځته کولو او د مالي چارو په برخه کې د ستونزو د حل لپاره جوړ شوی دی، چې په بېلابېلو دولتي ادارو کې به په پرله‌پسې توګه پرمخ ولاړ شي.
هغه د مالي برخې کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې تعلیمي پروګرام کې فعاله ګډون وکړي.
وروسته د مالي وزارت تخنیکي ټیم استازي حاجي فخر الدین فخري د آفمس سیسټم معرفي کړ او زیاته یې کړه: دغه سیستم د نوښتونو په مرسته د مالي چارو په برخه کې شفافیت او اسانتیاوې رامنځته کوي او په راتلونکي کې به د مالي برخو ستونزې حل او ښه والی راشي.
په پام کې ده چې د کډوالو وزارت مالي او اداري کارکوونکي د یوې اونۍ لپاره د مالیې وزارت د استازي له خوا  دغه برخه کې تخنیکي زده کړې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته