د چین سفیر د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۴۱
ـ
په کابل کې د چین هیواد سفیر ښاغلي ژاوشینګ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د چین هېواد له لورې د ١٠٠ میلیونه ينو په ارزښت د مرسته شویو توکو دویمې جوپې د انتقال او څرنګوالي په اړه خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو وزیر د چین هېواد له مرستو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د ژمي په رارسیدو سره د مهاجرینو اړتیاوې زیاتې شوې دي او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي
د چین سفیر په خپلو خبرو کې اوویل، ددغه جوپې تخنیکې چارې پای ته رسیدلي دي او له اداري پروسې وروسته به یې ددې میاشتې په پای کې انتقال شروع شي
په ناسته کې دواړو لوریو د مهاجرینو ستونزو ته د ښه رسیدنې په موخه له یوبل سره په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته