دمهاجرينو چارو مسلکي مرستیال نيمروز ولايت ته لاړ

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۸:۵۲
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د خپل سفر په لړ کې نیمروز ولایت ته لاړ.
 ښاغلي راشد د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست لیدنه وکړه او د دې ریاست له رییس او کارکوونکو سره یې وکتل او ویې ویل چې زموږ کاري لومړیتوب بېځایه شویو او راستنېدونکو ته خدمت دی.
 د نیمروز د مهاجرینو چارو رییس الحاج عبدالله ریاض مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپل ریاست د چارو او کړنو په اړه یې له ښاغلي راشد سره معلومات شریک کړل.
 د وزارت مسلکي مرستیال دندو ته پر پابندۍ، د چارو په ترسره کولو کې پر روڼتیا او له مراجعینو سره پر ښه چلند باندې ټینګار وکړ، چې د نمیروز د مهاجرینو چارو ریاست د کارکوونکو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

چین له کډوالو وزارت سره د ۱۴۱ فابریکه یي کورونو مرسته وکړه

د چین هېواد له کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د ۱۴۱ بابه فابریکه يي کورونو مرسته وکړه.
دغه کورونه چې ۹ متره اوږدوالی او ۳.۳۰ متره سور لري، یو تشناب، پخلنځی، د برېښنا سیستم او نور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت ته د هندوستان هېواد له لوري مرسته شوې زر دانې خیمې تسلیم شوې

د وږې میاشتې په ۱۰ مه نیټه په کابل کې د هند سفارت مسوولینو له لوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته زر دانې خیمې وسپارل شوې.
د دې وزارت د مالي او اداري رياست د اجناسو او محاسبې. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د ترک او افغان سوداګرو د ټولنې له مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ترک او افغان سوداګرو د ټولنې له مشر ښاغلي علاءالدین دولت اولګر او د ترکیې یو شمېر سوداګرو سره په خپل کاري. . .

بېرته خبرونه ته