دمهاجرينو چارو مسلکي مرستیال نيمروز ولايت ته لاړ

sadam_morr
Sun, Dec 01 2024 8:52 AM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د خپل سفر په لړ کې نیمروز ولایت ته لاړ.
 ښاغلي راشد د نیمروز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست لیدنه وکړه او د دې ریاست له رییس او کارکوونکو سره یې وکتل او ویې ویل چې زموږ کاري لومړیتوب بېځایه شویو او راستنېدونکو ته خدمت دی.
 د نیمروز د مهاجرینو چارو رییس الحاج عبدالله ریاض مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د خپل ریاست د چارو او کړنو په اړه یې له ښاغلي راشد سره معلومات شریک کړل.
 د وزارت مسلکي مرستیال دندو ته پر پابندۍ، د چارو په ترسره کولو کې پر روڼتیا او له مراجعینو سره پر ښه چلند باندې ټینګار وکړ، چې د نمیروز د مهاجرینو چارو ریاست د کارکوونکو له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS