د وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د وزارت د وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ د مالي او اداري مرستیال او د مرکزي رییسانو په شتون کې وشوه.
ناسته د څښتن تعالی د پاک کتاب قران کریم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه او د تېرې ناستې د پرېکړو په تعقيب د مېلمستون د اوسني عمومي مديريت، د دايمي حللارو موندنې کاري کمېټې، د وزارت د امنیتي مسولینو د ستونزو او د چین له سفیر سره په کتنه کې د دغه هېواد د مرستو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني د ناستې ټولو ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او مسولینو ته یې په کړنو کې پر دقت، چټکتیا او ښه والي ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت له همکارو موسسو سره نږدې د یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شویو او بېځایه شویو ته په هېواد کې د زده‌کړو او کاري زمینې برابرولو په موخه، له سازمان خدمات مهاجرین، بشري صلح سازان افغان او سازمان شرکای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره. . .

بېرته خبرونه ته