د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د دایکندي له والي مولوي تورجان سره وکتل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۷
_

په دغې ناسته کې، چې په دایکندي کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي مولوي تورجان وویل، چې تر دې دمه په یاد ولایت کې نږدې ۱۰ زره راستانه شوي هېوادوال ثبت او له ځینو سره یې د اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو لخوا اړینې مرستې شوې دي.
مولوي تورجان په دایکندي کې د راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې پر مهال د بېوزلو کډوالو د لاس نیوي وړاندیز وکړ او پر وینا یې، چې په دغه ولایت کې کډوالو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي ځينې چارې پرمخ تللې او تمه ده، چې پاتې کارونه یې هم بشپړ شي.
د ناستې پر دوام نوموړي په دایکندي کې د کډوالو چارو د امریت اړوند ځينې وړاندیزونه د کډوالو چارو وزارت له مقام سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د دایکندي والي مولوي تورجان ته ښه راغلاست وویل او د راستنو شویو د ستونزو د حل په برخه کې یې د اسلامي امارت د چارواکو او مسوولینو د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر د راستنو شویو او د کډوالو چارو په برخو کې شوي وړانديزونه مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې غور به پرې وکړي او د حل هڅې به یې وکړي.
دغه راز محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې د دایکندي د کډوالو چارو د امریت وړانديزونه به په خپل کاري پلان کې شامل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۷:۲۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت له مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري سره وکتل.


په دې ناسته کې چې د ننګرهار د سیندزې حوزې رئیس مولوي سیدفضل احد هم برخه لرله، په یاد ولایت کې د کډوالو د وضعیت او ورسره د شویو مرستو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مولوي غلام الرحمن حیدري. . .

بېرته خبرونه ته