په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۵۶
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له افغان بیارغونې او ټولنیزې موسسې سره د ۶زره ۶۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې به دغه پيسې په ننګرهار ولايت د خوراکي توکو پر وېش ولګول شي، چې ٨٠ راستنې شوې او بېځايه شوې کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
 دا هوکړه ليک د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغې موسسې د استازي له لوري لاسليک شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د فراه له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د فراه له والي محترم ملا محمد حافظ مجاهد سره وکتل.
په پیل کې محترم ملامحمد حافظ مجاهد په فراه کې د. . .
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له یو شمېر علماوو او مسوولینو سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې د بغلان ولایت علمای کرامو او. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

بېرته خبرونه ته