د پاکستان سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۲۸
-
په کابل کې د پاکستان سفیر ښاغلي عبیدالرحمن نظاماني د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په پاکستان کې د میشتو مهاجرینو په ستونزو، مشکلاتو او د هغې په حللارو خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو وزیر په پاکستان د مهاجرینو د مختلفو ستونزو یادونه وکړه او له پاکستان هېواد یې وغوښتل، چې د ګاونډیتوب اصل ته په کتو باید مهاجرین په اجباري توګه ونه باسي او نه یې وځوروي
نوموړي همدا راز له یاد هېواد څخه د مهاجرینو په هکله د یوې ګډې او جامع تګلارې غوښتنه وکړه، ترڅو د مهاجرینو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي او په هیڅ وخت کې مهاجرین د سیاستونو قرباني نشي
ښاغلي حقاني په تورخم او سپین بولدک کې هم د ځینو ستونزو یادونه وکړه او په تګ راتګ کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه
ښاغلي نظاماني په خپلو خبرو کې وویل: باثباته او مترقي افغانستان د پاکستان او سیمې هېوادونو په ګټه دی او کوم مسایل چې د خبرو له لارې د حل وړ وي باید ګډې ناستې پرې وشي
نوموړي زیاته کړه، مهاجرین زمونږ خپل وروڼه او خویندې دي او ددوی ستونزو ته رسیدګي زمونږ دیني او اخلاقي مسؤلیت دی
ښاغلي نظاماني ژمنه وکړه، چې یادې شوې ستونزې به له خپلې رهبرۍ سره شریکې او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته