بغلان ولایت سیلاب ځپلو هیوادوالو په اړه د خواخوږۍ پيغام .

sadam_morr

 

بسم الله الرحمن الرحیم

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې پرون جمعه د ١٤٠٣ لمریز کال د غوایي د میاشتې په ۲۱ مه د بغلان ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله زمونږ لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي، او زیات شمیر هېوادوالو ته سخت مالي او ځانې تلفات اوښتی چې له امله یې سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د یادې پېښې ټولو قربانیانو سره په دې ستر او دردناک غم کې شریک دی.

الله ﷻ دې شهیدان د خپل وسیع رحمت په سیوری کې د جنتونو په اعلی مقامونو ونازوي او په دې ستر مصیبت کې ټولو راګیر شویو مؤمنانو خویندو او وروڼو ته صبر جمیل، نعم البدل او د باقي مصیبت څخه د نجات غوښتنه کوي.

او ډاد ورکوي، چې بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو ستونزو ته به رسیدنه وکړي او بنیادي مرستې به ور سره وکړي.

همدا راز د بغلان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست ته لارښوونه کیږي، چې ژر تر ژره د بېځایه شویو کورنیو اړتیاوې معلومې او په اړه یې له همکارو مؤسساتو سره په ګډه عاجل اقدامات او بیړنۍ مرستې ترسره کړي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ټولو مرستندویه خیریه بنسټونو، مؤسساتو، ملي تجارانو او شتمنو هېوادوالو باندې غږ کوي، چې د مهاجرینو چارو وزارت او اړوند ریاست سره په همغږۍ خپلې هر ډول اړینې او بیړنۍ مرستې سیمې ته ورسوي

په درنښت

الحاج خلیل الرحمن حقاني

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر