د وزارت د مقام دفتر رئیس د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) له معاون او سرپرست سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۵۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رئیس ښاغلي قاري محمد اجمل ویاړ د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) له معاون او سرپرست ښاغلي جلواس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دغه لیدنه کې د درې اړخیزو او څلور اړخیزې ناستو په دائرولو او په مرکز او ولایتونو کې د مرستندویه ادارو له خواه اړمنو کسانو ته په شفاف ډول د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، دغه راز ښاغلي ویاړ وویل: موږ  چمتو یو چې درې اړخیزه (افغانستان، پاکستان او یونیسار) او همدار راز یوه بله درې اړخیزه ناسته( افغانستان، ایران او یونیسار ) سره ولرو نومړي زیاته کړه همدا راز له دغو دوو، درې اړخیزو ناسو وروسته څلور اړخیزې(افغانستان، ایران، پاکستان او یونیسار) ناستې ته هم چمتوالی لرو،

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د کډوالو چارو ادارې (یونیسار) معاون او سرپرست ښاغلي جلواس د دغو ناستو په ژر تر ژره دائرولو، د دغو ناستو د مکان، وخت او اجنډا په مشخصولو ټینګار وکړ او همدا راز یې ژمنه وکړه چې په ولایتونو کې به د یو شمېر مرستندویه ادارو له استازو سره د مرستو د لا شفافیت په اړه ناستې ولري، همدا راز دغه ناسته کې په پاکستان هېواد کې د افغان مهاجرینو په ځورولو او په سمه توګه هېواد ته یې د راستنولو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي جلواس زیاته کړه موږ د هغو مهاجرینو په اړه چُپ نه پاتې کېږو چې د کوم هېواد له خواه ور سره ظلم کېږي د دوی غږ تر خپلو چارواکو رسوو، دغه ناسته کې د وزارت د پالیسۍ او پلان، حقوقي ملاتړ او په خپله خوښه راستنونې ته د هڅونې رئیسانو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د غزني د کډوالو چارو د رییس په ګډون د یاد ولایت د کډوالو له ځینو استازو سره وکتل

د غزني د کډوالو رییس او د کډوالو حاضرو استازو په یاد ولایت کې د کابل د تېرې ادارې پر مهال مهاجرینو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي د حالت په اړه محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.

د غزني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۴۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کونړ د علماوو شورا له رئیس او په کونړ کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسیدنې د کمیټې له مشر شیخ عبدالقهار سره وکتل

دې ناسته کې چې په کونړ کې د زلزلې له امله د بېځایه شوو او اړمنو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي خبرې وشوې، شیخ عبدالقهار وویل چې اسلامي امارت بېځایه شوو او زیانمنو ته د مرستو په رسولو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۴۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان مېرمنو(نوای نی) موسسې تر منځ د ۱۰۰زرو او ۲۹۴ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
 یاده موسسې د هوکړه لیک پر اساس ژمنه. . .

بېرته خبرونه ته