د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کونړ د علماوو شورا له رئیس او په کونړ کې د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسیدنې د کمیټې له مشر شیخ عبدالقهار سره وکتل

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۴۰
ـ

دې ناسته کې چې په کونړ کې د زلزلې له امله د بېځایه شوو او اړمنو ستونزو ته د رسېدنې پر څرنګوالي خبرې وشوې، شیخ عبدالقهار وویل چې اسلامي امارت بېځایه شوو او زیانمنو ته د مرستو په رسولو کې د پام وړ کارونه کړي او د بهرنیو او کورنیو بنسټونو د مرستو رسولو په موخه هم اړینه همغږي رامنځته شوې ده
د ښاغلي شیخ عبدالقهار په وینا چې د لنډ مهاله میشت غالو سربېره په لرې پرتو سیمو کې هغو کورنیو ته هم په دوامداره توګه مرستې رسول کېږي چې په خپلو مېنو کې مېشتې دي
نوموړي یادونه وکړه، چې د کونړ هغو درو ته چې پخوا ورتګ ورته ستونزمن وو، د اسلامي امارت له لوري یې پر لارو کار پیل شوی او دغه راز یې څرګنده کړه، چې اسلامي نظام د کونړ زلزله ځپلو ته په ۹ سوه جریبه ځمکه کې ښارګوتی منظور کړی دی
محترم مولوي عبدالکبیر زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په برخه کې د اسلامي امارت د ادارو له هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو چارو وزارت د خپلو امکاناتو سربېره هڅه کړې چې د زلزلې له امله بېځایه شوو ته لاډېر خدمات او مرستې راجلب کړي
محترم وزیر یادونه وکړه، چې ډېر ژر به د اړتیا وړ درمل د مخیرو کسانو او ادارو په مرسته د کونړ اړمنو ته ورسیږي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې د کډوالو چارو وزارت چمتو دی چې هروخت خپل ټیمونه زیانمنو سیمو ته ولیږي
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر ښاغلي شیخ عبدالقهار ته په کونړ کې په اغېزمن ډول د مرستو د رسولو په موخه ځینې سپارښتنې وکړې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته